سي این این د یوې سیمه ییزې سرچینې په حواله ادعا کوي چې ایران چمتو دی چې نن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د وړاندیز په اړه خپل رسمي ځواب منځګړو ته وړاندې کړي.
پداسې حال کې چې دا ادعا لا تر اوسه په تهران کې د رسمي سرچینو لخوا نه ده تایید شوې، سي این این راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران سره “ډیرې ښې خبرې اترې” شوي دي.
د راپور له مخې، یوې سیمه ییزې سرچینې سي این این ته ویلي چې ایران د واشنګټن لخوا وړاندې شوي وړاندیز بیاکتنه کوي او دواړه خواوې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو په لور روان دي.








