نړۍ
د روسیې په خاوره کې دننه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ روسي جنګي الوتکې ویجاړې شوې
راپورونه ښيي چې د اوکراین اوږد واټن ویشتونکي بې پیلوټه الوتکې توانیدلي چې د چیلیابینسک سیمې په شاګول هوايي ډګر کې، چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره لرې دی، څلور روسي جنګي الوتکې په نښه او ویجاړې کړي.
د دې راپورونو له مخې، په نښه شوي جنګي الوتکو کې دوه سوخوی سو-۵۷، یوه سوخوی سو-۳۴ او بله سوخوی جیټ شامل دي چې هویت یې نه دی مشخص شوی.
برید د روسیې په خاوره کې دننه ترسره شوی او ویل کیږي چې د لیرې پرتو پوځي اډو په نښه کولو کې د اوکراین د وړتیاوو زیاتوالی په ګوته کوي.
تر اوسه پورې، روسي چارواکو د پیښې د جزیاتو په اړه په رسمي ډول تبصره نه ده کړې، مګر دا ډول بریدونه کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ جګړې ته نوي ابعاد اضافه کړي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/31659








