د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې، د افغانستان لپاره د انګلستان ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي، ژوره اندیښنه څرګنده کړه چې په روان تعلیمي کال کې به په ملیونونو افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې پاتې شي.
هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو له زده کړې څخه محرومول نه یوازې د دې هیواد راتلونکي ته جدي زیان رسوي، بلکې د ټولنې پرمختګ هم خنډوي او د دوامداره پرمختګ فرصتونه له منځه وړي.
ښاغلي لینډسي یو ځل بیا په دې اصل ټینګار وکړ چې تعلیم باید ټولو ته د جنسیت له تبعیض پرته شتون ولري، او دا اساسي حق باید د پالیسیو یا محدودیتونو قرباني نشي.
دا پیغام په داسې وخت کې خپور شوی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیمي محدودیتونو دوام لري او نړیوالې ټولنې په مکرر ډول د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده.








