اروپايي ټولنې په افغانستان کې له راستنېدونکو کډوالو سره د چلند په برخه کې د مهاجرت له نړیوال سازمان سره د ۱۷ میلیونه یورو مرستې تړون لاسلیک کړ.
د دې اتحاديی په وينا، د مهاجرت نړيوال سازمان د روغتيايي خدمتونو، حقوقي مرستو، حرفوي زده کړو او ښوونې او روزنې په برخو کې هم ځينې اسانتياوې برابروي.