دا جایزه د دقیق حسي معیارونو، کیفیت، بوی او د محصول رنګ پر بنسټ ورکول کیږي او په نړیوالو بازارونو کې د هرات زعفرانو غوره والی منعکس کوي.
په وروستیو کلونو کې، زعفران د کوکنارو د کښت لپاره د یو بریالي بدیل په توګه راڅرګند شوي، او زرګونه کورنۍ، په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې، د دې تولید او صادراتو له لارې خپل ژوند تیروي.
مخکې له دې، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان وکړ چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د شاوخوا ۳۰ ملیون او ۳۵ زره ډالرو په ارزښت له ۲۲ ټنو څخه ډیر زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.








