د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا او همدارنګه د سیمې د اوسني وضعیت په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
امیر خان متقي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ، تفاهم او متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او په دې برخه کې له قزاقستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان د رغنده دریځ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هیواد به یې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې سیمه ییز ثبات د ټولو هیوادونو ګډ مسؤلیت دی او یوازې د باور جوړونې، دوامداره امنیت او اقتصادي همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي.







