سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته اعلان وکړ چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په “مزل ګل” او “لقمان قل” سیمو کې د پاکستاني پوځي رژیم د توپچي بریدونو کې، څلور ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شول.
د سرچینو په وینا، د یوې ټپي شوې میرمنې او یو ټپي سړي حالت نازک دی او دا مهال د کندهار ښار په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا پیښه تایید کړه او په خپل ایکس اکاونټ کې یې ولیکل: “له بده مرغه، نن شپه پاکستاني لوري یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغانستان بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه یې ځواب ویلو ته اړ کړل.”
تر اوسه پورې، د پاکستاني ځواکونو ته د اوښتو زیانونو او د نښتو د دقیق جزئیاتو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.








