په پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نذیر اوغلو پرون (۱ لېندی ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې د هیواد د استخباراتو ادارې (MIT) د مشر په مشرۍ او د څو وزیرانو په ګډون یو لوړ پوړی ترکی پلاوی به راتلونکې اونۍ اسلام آباد ته سفر وکړي ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره سوله ایزې لارې ولټوي.
نذیر اوغلو ټینګار وکړ: “دواړه هیوادونه باید د وروڼو په څیر ژوند وکړي او ترکیه هوډ لري چې دا ممکنه کړي.”
دا سفر، چې لومړی ځل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په باکو کې د شهباز شریف سره د لیدنې پرمهال اعلان کړ، د دریو پخوانیو خبرو اترو (یو ځل په دوحه کې او دوه ځله په استانبول کې) له ناکامۍ وروسته ترسره کیږي.
په استانبول کې د خبرو اترو وروستی پړاو د نومبر په ۶مه پرته له کومې پایلې پای ته ورسید.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني پلاوي د همکارۍ نشتوالی او غیر مسؤلانه چلند د تیرو خبرو اترو د ناکامۍ لامل بللی و.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو او ورپسې د غچ اخیستونکو غبرګونونو وروسته په چټکۍ سره خرابې شوې دي.








