افغانستان
پولیسو په هرات کې ۱۴ وسله وال غله ونیول
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د هرات ولایت د پولیسو د نهمې امنیتي حوزې پولیسو د یو بریالي عملیات په پایله کې د وسله والو غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې ده.
د وزارت ویاند عبدالمتین قاني نن په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا ډله د هرات ښار په بیلابیلو برخو کې له کورونو او دوکانونو څخه د موبایل تلیفونونو، موټرو او ملکیتونو په غلا کولو کې ښکیل وه.
له نیول شویو کسانو څخه اووه ټوپکونه، درې موټرسایکلونه او څو موبایل تلیفونونه کشف او ضبط شوي، او د دوی قضیې تر څیړنې لاندې دي.
قاني زیاته کړه چې د هرات ښاریانو د پولیسو د وخت سره سم اقدام ستایلی او د امنیتي ځواکونو شتون د دوی لپاره د ډاډ او سولې سرچینه ګڼي.
دا عملیات د امنیتي ځواکونو د روانو هڅو یوه برخه ده چې په هرات ولایت کې امنیت ډاډمن کړي او د منظم جرمونو سره مبارزه وکړي.








