افغانستانسیمه

د پکتیا او پکتیکا په سرحدي سیمو کې د پاکستان له لوري د هاوان ګولۍ ویشتل دوام لري

خبري سرچینو راپور ورکړی چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځي او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې د پاکستان له لوري د هاوان ګولۍ ویشتل دوام لري.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی د نیمې شپې په اوږدو کې د پاکستان پر وړاندې خپل بریالي غچ اخیستونکي عملیات بند کړي دي، خو ټینګار یې وکړ چې دوی د خپلې خاورې د قاطع دفاع لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني بریدونو د خلکو کورونه او ملکي سیمې په نښه کړې دي، چې په دې سرحدي سیمو کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button