ویډیويي راپور

مزارشریف – په علي آباد ښارگوټی د غالۍ او جامو په ګډون د لاسي صنایعو تولید مخ په زیاتیدو دی

د بلخ یو صنعتکار وايي: پانګونه او ځوانانو ته د کار پیدا کول د ودې او پرمختګ لامل شي.

دلته یو شمیر ځوان خیاطان او نجونې چې په دې شرکت کې یې زده کړې ته مخه کړې، د لاسي صنایعو د تولید په یوه شرکت کې د غالۍ اوبدلو صنعت ته مخه کړې ده. دوی خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د حاجي دیدار کریمی د لاسی صنایعو شرکت مشر چې د ګنډلو، غالۍ اوبدلو او ګلدوزۍ په برخه کې یې ۷۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې وايي: په علي اباد ښارگوټی کې ځوانانو ته د کار زمینه برابرول به د ټولنې د پرمختګ لامل شي.

نوموړی زیاتوي: هڅه کوي د خپل تولیداتو څانګه شپږ سوه تنو ته لوړه کړي. هغه هم اسلامي امارت په بلخ کې د پانګوالو لپاره قوي ملاتړی بولي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button