د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان وکړ چې د اپریل په ۱۹مه کابل ته د هغه سفر او د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون د اسلامي امارت سره د اړیکو د زیاتولو د هڅو یوه برخه وه.
ښاغلي اسحاق ډار د سویل ختیځې آسیا د هیوادونو د ټولنې (ASEAN) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې یو سوله ایز، باثباته او سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د پاکستان په وړاندې د افغان خاورې د کارولو مخنیوی، په ځانګړې توګه د اسلام آباد د ګټو سره سم، د افغانستان د سرپرست حکومت یوه مشروع غوښتنه ده.
اسلامي امارت پخوا په وار وار د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې وې چې د دې هیواد په وړاندې د افغان خاورې د کارولو په اړه دي.