افغانستان
د ملي دفاع وزارت په فراه کې د ۳۵۱ کیلوګرامه مخدره توکو کشف او ضبط اعلان کړ
د ملي دفاع وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د نهمې سرحدي لوا د غړو لخوا د کشفي او استخباراتي عملیاتو په پایله کې، د ۳۵۱ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه ونیول شوه چې ګاونډي هیواد ته لیږدول کیده.
دا عملیات د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې ترسره شول. د دې عملیاتو په جریان کې، ۳۳۰ کیلوګرامه شیشه، ۱۶ کیلوګرامه تریاک، او ۱۰ کیلوګرامه هیرویین پوډر کشف او ضبط شول.