نړۍ
امریکايي سناتور: د امریکا له استخباراتو پرته به اوکراین له افغانستانه هم بد برخلیک سره مخ شي
د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی چې که د ټرمپ اداره له اوکراین سره پوځي او استخباراتي مرستې بېرته پیل نه کړي، دا هېواد به له افغانستان څخه هم له بد برخلیک سره مخ شي.
هغه د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې زیاته کړه: تر هغه چې اوربند رامنځ ته شوی نه وي، زه اوکراین ته د معلوماتو او وسلو د ورکولو ملاتړ کوم، څو هغوی له ځانه دفاع وکړي.
همدارنګه، راتلونکې اونۍ به زه د روسیې د بانکدارۍ او انرژۍ په سکتور باندې د بندیزونو وړاندیز وکړم چې دا هیواد د خبرو اترو میز ته راولي؛ که روسیه د اوربند او سولې خبرو ته له ننوتو ډډه وکړي، باید سخت بندیزونه ولګول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټرمپ ادارې تېره اوونۍ په ناڅاپي توګه له اوکراین سره پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شریکول ودرول.