د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د نامعلومو سیاستونو، مالي انزوا او پر ښځو د محدودیتونو له امله د افغانستان د اقتصاد له بې ثباتۍ او کمزورتیا سره، د دغه هېواد اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې ۲،۷ سلنه وده کړې ده.
دا راپور د نومبر 2024 څخه د 2025 د جنوري تر پایه پورې اړه لري.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵،۷ سلنه لوړ شوی، چې د تېر کال په نومبر او ډسمبر کې ۴،۸ سلنه کم شوی دی.
په دې درېیو میاشتو کې افغانستان د اته میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، چې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. خو په دې موده کې د افغانستان صادرات ۵ سلنه کم شوي دي.
انتونیو ګوتریش په دغه راپور کې دا هم ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب، خوارځواکۍ، د اقلیم د بدلون او اقتصادي بې ثباتۍ له امله بشري مرستو ته اړتیا ولري.