سیمه
د عمران خان د ضمانت په مقدمه کې د خوشې کولو حکم
د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کولو حکم صادر کړ. د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او مېرمن یې بشرا بي بي د نړۍ مشرانو ته د غوره سوغاتو د پلورلو په تور د فساد په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شول.
ویل کیږي عمران خان او میرمن یې د ناقانونه واده په قضیه کې په ۷ کاله بند محکوم شوي چې له امله یې د ازادۍ له حقه محروم شوي دي.
عمران خان ته د محرمو اسنادو د افشا کولو په یوه بله قضیه کې د لس کاله بند سزا اورول شوې ده.
نو ځکه خان هغه مهال له بنده خوشې کېدای شي چې ستره محکمه په دې ټولو قضیو کې د هغه د خوشې کېدو امر وکړي.