نړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش د ګواښ په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل چې دوی به د دوشنبې په ورځ (د سلواغه ٢٢ مه) د داعش لخوا د راپورته شوي ګواښ په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي او د عمومي منشي انتونیو ګوتیریس د شپږ میاشتني راپور بیاکتنه به وکړي.

په دې راپور کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان دننه او له هیواده بهر یو ګواښ دی.

په راپور کې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پخواني سرپرست خلیل الرحمن حقاني په وروستي برید ته هم اشاره شوې ده او ویل شوي چې دا بریدونه ممکن د امنیت د تامین په اړه د اسلامي امارت د ادعاوو د کمزوري کولو په هدف ترسره شوي وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button