افغانستان
د نړیوال خوراکي پروګرام چارواکي خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره په ګډه همکارۍ ټینګار کوي
د طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتووالي او غبرګون د ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي په کابل کې د نړیوال خوراکي پروګرام له مشرې موتینتا چیموکا سره ولیدل.
په دې غونډه کې، ښاغلي ترابي د نړیوال خوراکي پروګرام له خوا د چمتو شویو مرستو څخه مننه څرګنده کړه او ویې ویل چې د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې تل هڅه کړې چې د نړیوالو سازمانونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او اغیزمنو کورنیو ته پر وخت مرستې رسولو لپاره په ګډه همکارۍ ټینګار کړی دی.