سیمه
د یمن د توغندی په برید کې څلور صهیونیسټان ژوبل شول
صهیونیسټی یاغیانو اعلان وکړ چې له یمن څخه د یوه توغندي له څارنې او پیژندلو وروسته یې د اسرائیلو د مرکز په یو شمیر سیمو کې د الارم غږ وکړ.
د صهیونیسټي پوځ راډیو راپور ورکړ چې د پناه ځایونو په لور د ګڼې ګوڼې په ترڅ کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د یمن المسیره شبکې هم خبر ورکړی چې د اشغال شوي فلسطین په مرکز او د لویدیځې غاړې په شمال کې یو شمیر میشت ځایونو کې د الارم غږ شوی دی.
صابرین نیوز د عبراني رسنیو په حواله ویلي چې دغه توغندی د بیت المقدس په لاترون سیمه کې لوېدلی دی.