نړۍ
واشنګټن پوسټ: اوکراین به په راتلونکو څو میاشتو کې له روسیې سره خبرې اترې وکړي
امریکايي رسنۍ واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې یوشمېر امریکايي چارواکي اوس وايي چې اوکراین به په راتلونکو څو میاشتو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره خبرو ته کېني.
اوکراين ښايي د دغه ډول خبرو اترو په ترڅ کې خپلې سيمې پرېږدي.
د اوکرایین لخوا د روسیې پر خاوره د برید لپاره د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو په اړه د بایډن وروستۍ تګلارې کیف په احتمالي خبرو اترو کې تر ټولو قوي دریځ کېښود.