سپورت
د پنځو ولايتونو د شمال زون د فوټسال سيالۍ په مزارشریف ښار کې پيل شوې
سبا شپه په مزارشريف ښار د شمال زون د پنځو ولايتونو د فوټسال سيالۍ پیلیږی.
له بلې خوا د بلخ ولايت د فوتبال فدراسيون رييس د هېواد د پنځو شمالي ولايتونو د فوتسال سياليو پيلېدل د دغو سياليو د غوره ټيمونو د پېژندلو لپاره مهم بولي.
د افغانستان د فوتسال کمېټې رسمي استازى محسن رضايي چې د يوه پلاوي په مشرۍ بلخ ته راغلى دى، وايي: د دې تورنمنت موخه دا ده چې په شمال زون د سیالیو ترسره او د کابل به کچه د تورنمنت لپاره څو غوره لوبډلې وپېژني او په ۸ ټيمونو کې د دغو لوبغاړو ځاى پر ځاى کړي.