د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له افغان مهاجرینو وغوښتل چې د کوربه هیوادونو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي او له داسې کړنو ډډه وکړي چې د ټولو مهاجرینو د ستونزو لامل کیږي.
ښاغلي حقاني په لوګر کې له ۷۰ کورنیو سره د بشري مرستو د ویش پر مهال زیاته کړه چې په افغانستان کې د اسلامي حاکمیت او د ټولیز امنیت په تامین سره اوس باید ټول مهاجرین په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي.