افغانستاننړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان په هیواد کې د “حاد” خوارځواکۍ له امله د 100 زره ماشومانو درملنه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې یې د سلو زرو ماشومانو درملنه کړې چې په “حاد خوارځواکۍ” اخته دي.

دغه سازمان په ایکس کې ویلي چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ د ناروغانو درملنه د اسیا او ارام سمندر لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو د څانګې په همکارۍ ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې دغه سازمان ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲،۹ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د پخواني راپور له مخې، ۸۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په «حاد خوارځواکۍ» اخته دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button