په جوزجان ولایت کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون نن پنځنۍ (د تله ۱۹مه) له یوه ازبک شرکت سره د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي مرستیال په حضور کې لاسلیک شو.
د اقتصاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د توتي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت دغه لس کلن قرارداد د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبک شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه قرارداد له مخې به دغه شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره او د لسو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي او په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
د يادونې وړ ده، چې د فارياب ولايت د طوطي د ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره مربع کيلومتره مساحت لري او د استخراج په پيل سره به د هېواد د ګازو تقاضا تر يوه حده لوړه شي او په زرګونو په ټنونو کار به په مستقیم او غیر مستقیم ډول اسانه شي.








