افغانستان

کابل ښاروالۍ د ۸ پلونو د ګڼې ګوڼې مخه نیسي

کابل ښاروالۍ په روان هجري لمریز کال کې د کابل ښاریانو د ترانسپورت لپاره د اتو پلونو د جوړولو خبر ورکوي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی د دغو پلونو لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ بولي او زیاتوي چې ټاکل شوې دغه پلونه د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې جوړ شي.

ښاغلي بارکزي په دې اړه وویل: موږ شاوخوا اته پلونه لرو چې د پیاده ګرو پر مخ پرانیستي دي او د هر سر ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري چې په روان کال کې به پلي شي او د دوو نورو لویو پلونو پلان هم لرو چې د موټرو پر مخ پرانیستل شي.

د کابل ښار په دوو ګڼ مېشتو سیمو کې به پلي شي او دا مهال د ډيزاین په مرحله کې دی او د ډیزاین مرحله یو له هغو څخه دی چې د فلای اوورونو له امله شتون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا راتګ وروسته کابل ښاروالۍ په پلازمينه کې د سړکونو، شنو ساحو، کانالونو، احاطو او د پلچکونو د جوړولو په برخه کې ځينې پروژې پلې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button