د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعی په ورځ (دچنگاښ ۲۹) یو ځل بیا له اسلامی امارت غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان د هغو غړو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي چې اسلام اباد وايي، پر پاکستانی ځواکونو په مرګوني بریدونو کې لاس لري.
اسلامی امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړ او ویې ویل: په افغانستان کی هیڅ ډله د یوې وړې سیمې د کنترول توان نه لری.