سیمهنړۍ

په غزه کې د فلسطینیانو د وژلو دوام سعودی عربستان په کلکه وغانده

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبی په ورځ (دچنگاښ ۲۴) په خان یونس کې د فلسطینیانو په کمپ د اسرائیلی پوځیانو له برید یوه ورځ وروسته د فلسطینی ملکي وګړو پرله پسې وژنه وغندله.

د غزې په خان یونس کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه کمپ د اسرائیلي پوځ او امنیتي ځواکونو په برید کې تر ۹۰ زیات کسان شهیدان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د حماس پوځي قومندان محمد ضعیف او په خان یونس کې د حماس د غورځنګ پوځي قومندان رافع سلامه د دغه برید هدف و خو حماس دغه ادعا ردوي او وايي چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کی راغلي دي: د سعودي عربستان پاچا د اسرائیلو د جنګي ماشین له خوا د فلسطیني ولس د نسل وژنې دوام په کلکه غندي.

د عدالت نړیواله محکمه په غزه کې د نسل وژنې په اړه د اسراییلو په وړاندې د سویلي افریقا شکایت څیړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button