سیمه
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو څوارلسمی دورې دوهم پړاو پیل شو
د ایران رسنیو څو شېبې وړاندې (جمعه پر ورځ دچنگاښ ۱۵مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو پیل شوی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د څوارلسمی دورې د انتخاباتو دوهم پړاو په ټول هیواد کې او له ایران بهر د اتباعو لپاره پیل شوی او په دې پړاو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلی له یو بل سره سیالي کوي.
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې وروسته له هغې دویم پړاو ته لاړې چې په لومړي پړاو کې له شپږو نوماندانو څخه هیڅ یو هم ونه توانید چې اکثریت رایې وګټي.
په ایران کې ټاکنې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د ایران د پخوانی ولسمشر ایت الله ابراهیم رئیسی تر شهادت وروسته ترسره شوې.