د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبی په ورځ (۲۹ غبرګولی) د شمالی کوریا پلازمېنې پیونگ یانگ ته ورسېد او د دغه هېواد د مشر کیم جونگ اون لخوا یې تود هرکلی وشو.
کرملین دا سفر د “دوستانه دولتي لیدنې” په توګه تشریح کړی او د روسیی رسنیو راپور ورکړی چې پوتین او کیم ممکن د امنیتي مسلو په ګډون د ملګرتیا تړون لاسلیک کړي او د رسنیو ګډ بیانونه خپاره کړي.
له بلې خوا، متحده ایالاتو ویلي دي چې د “د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ژوریدو” په اړه اندیښنه لري.