د لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله اخندزاده د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې سرپرست حکومت د اسلامي شریعت په چوکات کې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګول غواړي.
د اسلامي امارت مشر له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې د اسلامي نظام د ” ساتنه او خدمت “وکړي.
د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته به د ټولو افغانانو امنیت او حقوق تامین شي، اسلامي شریعت به پلی شي او د هېواد له خاورې به ساتنه وشي.
که څه هم شیخ هبت الله اخندزاده د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو په اړه څه ونه ویل؛ خو هغه زياته کړه چې د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې لازم تدابير نيول شوي دي.
د امارت مشر د غزې مسئلې ته اشاره وکړه او له نورو هېوادونو یې وغوښتل چې د دغه ستر جنایت د مخنیوي لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.