سعودي عربستان ته د پاکستاني ځواکونو لېږل؛ د مخالفانو مشر یمن جګړې ته د اسلاماباد د ورګډېدو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان پوځ سعودي عربستان ته د دغه هېواد د یو شمېر پوځي ځواکونو د لېږلو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو دفاعي همکاریو د هوکړو په چوکاټ کې او د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي. د پاکستان د پوځ په وینا، لېږل شوي ځواکونه به د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ لپاره ځانګړي ماموریتونه ترسره کړي.
په همدې حال کې، د پاکستان د سنا مجلس کې د مخالفانو مشر او د مجلس وحدت مسلمین ګوند رییس علامه راجا ناصر عباس جعفري، د یمن جګړې ته د دغه هېواد د ورګډېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې اسلاماباد باید په دې جګړه کې پر یوه ښکېل لوري بدل نه شي.
نوموړي د ۲۰۱۵ کال د پاکستان د پارلمان هغې پرېکړې ته په اشارې، چې له مخې یې په یمن جګړه کې له پوځي ګډون څخه ډډه شوې وه، ټینګار کړی، چې دې جګړې ته د ځواکونو لېږل د پاکستان له ملي ګټو، حاکمیت او د خلکو له غوښتنې سره په ټکر کې راتلای شي.
راجا ناصر عباس د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په جګړه کې د ګډون پر ځای د اوربند، خبرو اترو او سیمهییزې سولې د ټینګښت لپاره د منځګړي رول ولوبوي. نوموړي همداراز له حکومت غوښتي، چې د یمن په جګړه کې د نه پوځي لاسوهنې په اړه د پارلمان پرېکړې ته ژمن پاتې شي.








