نړۍ

البرهان: د څلورو ګاونډیو هېوادونو له خاورې د سوډان پر ضد بریدونه ترسره کېږي

 د سوډان د واکمنۍ شورا مشر او د پوځ قوماندان عبدالفتاح البرهان د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، د ام‌درمان ښار په یوه مراسمو کې ګاونډي هېوادونه تورن کړل، چې د سوډان پر ضد د چټک ملاتړ ځواکونو د بریدونو لپاره زمینه برابروي.

 البرهان وویل، چې د سوډان پر ضد بریدونه د ایتوپیا، چاد، جنوبي سوډان او لیبیا له خاورې ترسره کېږي او یو شمېر ګاونډي هېوادونه د سوډان پر وړاندې درېدلي دي؛ هغه زیاته کړه، چې ځینو لورو ته پیسې ورکړل شوې دي، څو د سوډان پر ضد جګړې ته جنګیالي وګوماري.

 نوموړي د تمویل کوونکو هېوادونو له نوم اخیستو پرته وویل، چې ځینې شتمن هېوادونه د جنګیالیو د مالي ملاتړ له لارې جګړې ته لمن وهي او خبرداری یې ورکړ، چې هغه هېوادونه چې په دې بهیر کې ښکېل دي، ښايي په راتلونکي کې یې له پایلو سره مخ شي.

 دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د سوډان حکومت تر دې وړاندې هم د چټک ملاتړ ځواکونو د بهرني ملاتړ په اړه تورونه لګولي دي؛ هغه تورونه چې د یادو شویو هېوادونو ځینو یې رد کړي دي

د دې خبر ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/38912

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button