نړۍ

آتلانتیک: د اوکراین لپاره د امریکا وړاندیز شوي امنیتي تضمینونه ښايي په عمل کې بې‌اغېزې وي

 آتلانتیک خپرونې د الیوت کوهن په قلم په یوه راپور کې لیکلي، چې د اوکراین لپاره د واشنګټن وړاندیز شوي امنیتي تضمینونه، چې د ناټو د تړون له پنځمې مادې څخه په الګو اخیستلو طرحه شوي، ښايي د روسیې د بیا برید په صورت کې کییف ته عملي او اغېزمن ملاتړ برابر نه کړي.

 د دې خپرونې د راپور له مخې، د ناټو پنځمه ماده پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼي؛ خو هر هېواد د خپل غبرګون د څرنګوالي په اړه خپله پرېکړه کوي او دغه ماده د پوځي ځواکونو د لېږلو لپاره اتوماتیک مکلفیت نه رامنځته کوي.

 په راپور کې راغلي، چې امریکايي چارواکي د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امنیتي تضمینونو په چوکاټ کې اوکراین ته د امریکايي پوځي ځواکونو د لېږلو یا په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي اډو د جوړولو پلان نه لري؛ همدارنګه، پر اوکراین د روسیې د بیا برید په صورت کې د واشنګټن د غبرګون څرنګوالی او د امریکا د عملي ژمنتیا کچه لا هم روښانه نه ده.

 دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم د دغو تضمینونو د ماهیت په اړه د روښانه وضاحت غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې باید څرګنده وي کوم هېوادونه، د کوم میکانېزم له لارې او په څه ډول به د اوکراین دفاع کوی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button