افغانستان
په کابل کې د «افغان ملي ماڼۍ» د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي، چې د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې د «افغان ملي ماڼۍ» د لوړپوړې ودانۍ د جوړولو چارې، له کلونو ځنډ وروسته اوس وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.
د نوموړي په وینا، وروسته له هغه چې د دې پروژې د پلي کولو مسوولیت ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شو، د دغه شرکت د کاري ټیم په مدیریت او هڅو سره یې د جوړولو چارې چټکې شوې دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








