ټرمپ: پوتین کولای شي، که وغواړي، د جي۲۰ په غونډه کې ګډون وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وغواړي چې راتلونکې میاشت د فلوریډا ایالت کې د جي۲۰ ډلې په غونډه کې ګډون وکړي، نو د هغه د حضور لپاره هېڅ خنډ نشته.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۲۶مه) خبریالانو ته وویل، چې دی پخپله د پوتین هرکلی کوي؛ خو زیاته یې کړه چې ښايي ځینې کسان د هغه له ګډون څخه خوښ نه وي او دی فکر نه کوي چې پوتین به هم په دې غونډه کې د ګډون لېوالتیا ولري.
کرملین ماڼۍ هم ویلي، چې د جي۲۰ په دې غونډه کې د پوتین د ګډون په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
پوتین له ټرمپ سره تر وروستۍ لیدنې وروسته ویلي وو، چې په دې غونډه کې ګډون به وارزوي؛ خو د پرېکړې پر مهال به د روسیې کورنی وضعیت هم په پام کې ونیسي.
ټاکل شوې د جي۲۰ ډلې د مشرانو غونډه د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه د امریکا د فلوریډا ایالت کې ترسره شي.








