نړۍ

پنټاګون اوکراین ته د پاتریوت هوايي دفاعي سیسټم د شاوخوا ۶۰ توغندیو د لېږد اجازه لا نه ده ورکړې

 رویټرز خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ، د نومبر ۲۴مه، د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې لیکلي، چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت لا هم اوکراین ته د پاتریوت هوايي دفاعي سیسټم د شاوخوا ۶۰ رهګیر توغندیو د لېږد اجازه نه ده ورکړې؛ هغه توغندي چې واشنګټن یې له دې وړاندې له برابرولو سره موافقه کړې وه.

 په دغو محمولو کې د امریکا جوړ PAC-3 او PAC-2 رهګیر توغندي شامل دي، چې یو شمېر یې د اروپايي هېوادونو په زېرمو کې ساتل کېږي او د پېرلو لګښت یې د اوکراین لوېدیځو متحدانو ورکړی دی.

 د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، شاوخوا ۴۰ PAC-3 توغندي چې ټاکل شوې وه د سپټمبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ اوکراین ته وسپارل شي، لا هم د لېږد اجازه نه لري. سربېره پر دې، شاوخوا ۲۰ PAC-2 توغندي چې د پاتریوت زوړ ډول دی، هم اوکراین ته د سپارلو لپاره د اجازې په تمه دي.

 دغې ورځپاڼې همدارنګه راپور ورکړی، چې د پاتریوت رهګیر توغندیو د کورني تولید لپاره له امریکا څخه د اجازې ترلاسه کولو په موخه د اوکراین جلا هڅه هم په پنټاګون کې له ځنډ سره مخ شوې ده.

 اوکراین څو ځله د روسیې د زیاتېدونکو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د مخنیوي لپاره د نورو رهګیر توغندیو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی؛ خو د پنټاګون یوه ویاند فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د اوکراین د ملاتړ په برخه کې د امریکا په تګلاره کې بدلون نه دی راغلی او د پاتریوت توغندیو د تولید د پراختیا لپاره له اروپايي شریکانو او کی‌یف سره همکاري روانه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button