نړۍ
زلنسکي: روسیه پر اوکراین د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، روسیه پر دغه هېواد د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
زلنسکي له امریکا او د اوکراین له نورو ملاتړو هېوادونو غوښتي، چې دې خبرداري ته پاملرنه وکړي او د اوکراین د ښارونو او بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې لپاره خپلې پوځي مرستې، په ځانګړې توګه د هوايي دفاع سیسټمونه او د توغندیو د شنډولو توغندي، زیات کړي.
اوکراین یو ځل بیا د ناټو په تړون کې د غړیتوب پر وړتیا ټینګار کړی دی. زلنسکي ویلي، چې په دغه تړون کې د اوکراین غړیتوب به د دغه هېواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا ترڅنګ، ناټو هم پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې څو ځله د ناټو په تړون کې د اوکراین له غړیتوب سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.








