د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مختار تیلیوبردي په بروکسل کې د «شومان امنیت او دفاع» درېیمه غونډه کې د افغانستان روان وضعیت او د منځنۍ اسیا پر امنیت یې اغېزې د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه بللې دي.
نوموړي له افغانستان سره د عملي تعامل، د بشري مرستو د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر ملاتړ ټینګار کړی او ښوونه او روزنه، روغتیايي خدمتونه، ترانسپورټي نښلونې او د بنسټونو د ظرفیت لوړول یې په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات لپاره اساسي اړتیاوې بللې دي.
تیلیوبردي همدارنګه وړاندیز کړی چې په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ سیمهییز مرکز له ظرفیتونو څخه دې د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره زیاته ګټه واخیستل شي؛ نوموړي د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د افغان ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې چې د نومبر په ۱۸مه جوړه شوې وه، د ترهګرۍ له مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د امنیتي تدابیرو، بشري مرستو، سیاسي تعامل او دوامدار پرمختګ ترمنځ یې پرهمغږۍ ټینګار کړی دی








