نړۍ

روسیې یو ځل بیا فرانسې ته اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو په اړه خبرداری ورکړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، اوکراین ته د فرانسوي پوځیانو د حضور په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې د پاریس مستقیمه لاسوهنه له ډېرې مودې راهیسې څرګنده ده او مسکو په وار وار په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه خبرداری ورکړی دی.

زاخارووا ټینګار کړی، چې اوکراین ته د بهرنیو ځواکونو د لېږلو په صورت کې به دغه ځواکونه د روسیې د وسله‌والو ځواکونو مشروع پوځي هدفونه وي او مسکو هیله لري چې د پاریس چارواکي دغه خبرداری جدي ونیسي.

هغې زیاته کړې، چې د احتمالي اقداماتو په اړه پرېکړه به د روسیې د دفاع وزارت او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وکړي.

 دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې فرانسوي رسنۍ «آر‌اف‌آی» اوکراین ته د فرانسوي پوځیانو د حضور په اړه راپور ورکړی و. د راپور له مخې، دغه پوځیان د اوکرایني ځواکونو د روزنې او پوځي تجهیزاتو د ترمیم لپاره په اوکراین کې حضور لري.

 بل لور ته، فرانسوي چارواکو ویلي، چې دغه ځواکونه په یوه محدوده روزنیزه او تخنیکي دنده کې فعالیت کوي او په مستقیمو جګړو کې ګډون نه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button