نړۍ

انځوریز_راپور: | د طبیعت د عکاسۍ نړیوالې سیالۍ د ۲۰۲۶ کال ګټونکي اعلان شول

 د «۲۰۲۶ کال د طبیعت عکاس» نړیوالې سیالۍ ګټونکي اعلان شول. په دې پړاو کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو عکاسانو ۲۷ زره او ۱۰۸ انځورونه سیالۍ ته وړاندې کړي وو، چې د دې سیالۍ په تاریخ کې نوی ریکارډ بلل کېږي.

 د دې سیالۍ ستره جایزه فنلنډي عکاس هانو اهونن ته د «هغه چې لاړ او هغه چې پاتې شو» تر سرلیک لاندې د انځور له امله ورکړل شوه. په دغه انځور کې د نیلوفر شنه پاڼه او د یخ هغه طبقه ښودل شوې چې له پاڼې جلا شوې او پر اوبو لوېدلې ده.

 دغه انځور د طبیعت د ښکلا لنډمهاله‌والی انځوروي؛ د هوا په تودېدو سره د یخ طبقه ویلې کېږي او بېرته له هغو اوبو سره یوځای کېږي چې نیلوفر د ژوندي پاتې کېدو لپاره ورته ارتیا لری.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button