نړۍ
چین د لومړي ځل لپاره د ګونګجي-۱۱ برید کوونکې بېپیلوټه الوتکې د کنټرول څرنګوالی وښود
چین د لومړي ځل لپاره د خپلو اپرېټرانو له لوري د «ګونګجي-۱۱» برید کوونکې بېپیلوټه الوتکې د کنټرول څرنګوالی نندارې ته وړاندې کړی دی؛ دغه الوتکه د دښمن د هوايي دفاعي سیسټمونو ته د ننوتلو لپاره یوه وسیله بلل کېږي.
دغه بېپیلوټه الوتکه د هوايي دفاعي شبکو ته د ننوتلو، د مهمو اهدافو د له منځه وړلو او د پیلوټ لرونکو الوتکو د فعالیت لپاره د لارې هوارولو په موخه طرحه شوې ده.
شي شیاوران، چې د دغې بېپیلوټه الوتکې له اپرېټرانو څخه دی، ویلي چې هره جنګي الوتنیزه دنده معمولاً له شپږو ساعتونو زیاته موده دوام کوي او ځینې عملیات ښايي څو ورځې هم وغځېږي.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ








