د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین ویلي، د امریکا د مالیې وزارت له بغداد څخه غوښتي چې پر تهران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په چوکاټ کې، له دوو بندرونو پرته له ایران سره ټول سرحدي بندرونه وتړي.
نوموړي له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي، له هغو دوو بندرونو څخه یو یې د عراق د کردستان په سیمه کې موقعیت لري.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګڼو رسمي او غیررسمي سرحدي بندرونو د شتون له امله، د ټولو هغو تړل به ستونزمن وي او د عراق پر اقتصاد به منفي اغېز وکړي.
د نوموړي په وینا، واشنګټن لا هم پر خپلې دې غوښتنې ټینګار کوي او بغداد له امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.








