افغانستان
په بادغیس ولایت کې له ۲۵۱ اړمنو کورنیو سره د ۸۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بادغیس ولایت له ۲۵۱ اړمنو کورنیو او مستحقو سوالګرو سره ټولټال ۸۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، مستحق کسان او کورنۍ د یوې ګومارل شوې کمېټې له خوا پېژندل شوي او دغه نغدي مرستې د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري پر هغوی وېشل شوې دي.
دغه اقدام له زیانمنونکو کورنیو څخه د ملاتړ او د اړمنو کسانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه ترسره شوی دی.








