نړۍ
دیموکرات سناتوران: ټرمپ باید د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکی وګرځول شي
د امریکا د ماساچوسټس ایالت دیموکراتې سناتورې الیزابت وارن، د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې په غبرګون کې، ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو فاسد ولسمشر» بللی دی.
وارن همداراز ویلي، د ایران پر وړاندې د ټرمپ جګړې په امریکا کې د پټرولو بیې په څرګند ډول لوړې کړې او د خلکو د ژوند لګښتونه یې زیات کړي دي.
په همدې حال کې، د میشیګان ایالت سناتور عبدل السید ټینګار کړی، چې د دیموکراتانو موخه سیاسي غچ اخیستل نه دي، بلکې ټرمپ باید د خپلو کړنو په تړاو ځواب ویونکی وګرځول شي.
نوموړي زیاته کړې، د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي سره مبارزه، د قوانینو تصویبول او د ولسمشر اړ کول چې د خپلو پرېکړو په اړه ځواب ووايي، د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.
#امریکا #ډونالډ_ټرمپ #الیزابت_وارن #دیموکراتان #د_ایران_جګړه #د_ژوند_لګښتونه








