د بلخ والي د مزارشریف ښار د ښکلا او نویو ودانیو چارې وڅارلې
د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا او د دغه ولایت یو شمېر سیمهییزو مسوولینو د چهارشنبې په ماښام (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۶مه) په مزارشریف ښار کې د ښکلا او ښاري ودانیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.
د بلخ والي د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د سړک، څلورلارو، پليلارو، شنو ساحو او د دې پروژې د نورو برخو د کار بهیر وکوت. د ولایت مقام په وینا، د دغې پروژې شاوخوا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي او پاتې برخې به هم ژر بشپړې شي.
د دې پروژې د لومړي او دویم پړاو ټول لګښت ۹۲ میلیونه افغانۍ دی. پروژه د شهرنو له څلورلارې څخه د هوايي ډګر تر دروازې پورې غځېدلې او د ویالو جوړول، د سړک په منځ کې د ګلدانونو جوړول، د څراغونو د پایو نصب او د سړک د کرښو ایستل پکې شامل دي. د بلخ والي د هوايي ډګر رییس او د مزارشریف ښاروال ته د کاري نظم د ښه والي او خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په اړه لارښوونې وکړې.
د بلخ والي د خیرالمدارس د سترې مدرسې د جوړېدو له بهیر څخه هم لیدنه وکړه. دغه مدرسه د ازبکستان د ودانولو وزارت له لوري پر ۱۲ جریبه ځمکه جوړېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکو دریو میاشتو کې یې چارې بشپړې او د دیني زدهکړو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بلخ ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړي پړاو کې به پر درې جریبه ځمکه د یو زرو کسانو لپاره د زدهکړو زمینه برابره شي.
#بلخ #مزارشریف #ښاري_ښکلا #پراختیايي_پروژې #خیرالمدارس







