افغانستانسیمه

د افغانستان په اړه د ازبکستان د یوه چارواکي او د ناروې د نوبل انسټیټیوټ د رییس لیدنه

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال او د مرکزي اسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس، جولان وهابوف، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د دغه هېواد د نوبل انسټیټیوټ له رییس او د نوبل کمېټې له منشي، کریستیان برګ هارپویکن، سره لیدنه کړې ده.

وهابوف پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمت‌الله ایرګاشف، او په ناروې کې د دغه هېواد سفیر، رحمت‌الله نوریمبتوف، هم ګډون درلود.

د وهابوف په وینا، دواړو لورو د خبرو اترو، منځګړیتوب او سیمه‌ییزو همکاریو پر رول، په ځانګړې توګه د افغانستان په تړاو، بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د ګاونډیو هېوادونو پر چلند هم پورې تړلی دی. نوموړي ویلي چې افغانستان باید د انزوا پر ځای د تعامل له لارې د سیمه‌ییزو همکاریو پر مرکز بدل شي، نه دا چې د هېوادونو ترمنځ د سیالیو پر ډګر واوړي.

#افغانستان #ازبکستان #ناروې #سیمه‌ییزې_همکارۍ

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button