د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د یکشنبې په شپه ناوخته د څه باندې ۲۰۰ امریکايي سوداګریزو مشرانو په مشرۍ د ازبکستان سمرقند ښار ته ورسېد. دغه سفر د نوموړي منځنۍ اسیا ته لومړنی سفر بلل شوی دی.
ټاکل شوې چې روبیو د منځنۍ اسیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په «C5+1» غونډه کې ګډون وکړي او له سوداګریزو مشرانو سره وګوري. همدارنګه، د امریکا او ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې شورا غونډه هم جوړېږي.
دغه سفر له منځنۍ اسیا سره د امریکا د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د زیاتوالي او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
روبیو تر دې مخکې د «C5+1» غونډه د سیمهییز اتصال، سوداګریزو همکاریو، اقتصادي نوښتونو او د امریکا او د منځنۍ اسیا د شریکانو ترمنځ د سولې او سوکالۍ د پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی و.







