د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ اړخیزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د یکشنبې په سهار د کیپورډ ملي لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.
په دې لوبه کې حمیدرضا حسيني دوه ګولونه ووهل او امید قنبري او سیدحسین موسوي هر یوه د افغانستان لپاره یو ګول وواهه.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا ماښام د دغو سیالیو په پایلوبه کې له کوربه برازیل سره مخامخ شي او د اتلولۍ ګټلو لپاره سیالي وکړي.
افغانستان تر دې وړاندې هم په دغو سیالیو کې د پیرو لوبډلې ته ۳ پر صفر ماتې ورکړې وه او له جاپان سره یې مساوي کړې وه.








