نړۍ

پوتین: د روان میلادي کال له پیله د اوکراین شاوخوا ۶۵۰۰ کیلومتر مربع خاوره نیول شوې ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د روان میلادي کال له پیله روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا ۶۵۰۰ کیلومتر مربع خاوره او ۳۱۰ استوګنیزې سیمې نیولې دي.

د پوتین په وینا، اوس د دونتسک د خلکو جمهوریت څه باندې ۱۰ سلنه او د زاپوریژیا سیمې نږدې ۱۶ سلنه خاوره د اوکراین تر کنټرول لاندې ده. نوموړي همداراز ادعا کړې چې د لوګانسک سیمه په بشپړه توګه د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

پوتین د دوبروپلیا ښار نیول یوه مهمه پېښه بللې او ویلي یې دي چې دغه پرمختګ د دونتسک د خلکو جمهوریت پولو ته د روسي ځواکونو د رسېدو لاره هواروي. نوموړي همداراز د جګړې په جبهو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ د چټکتیا خبر ورکړی دی.

د روسیې ولسمشر د دغه هېواد د ګډې قوماندانۍ له مرکز څخه د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې مسکو به په دونتسک کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي او د پولې په اوږدو کې به د یوې امنیتي سیمې د جوړولو لپاره هڅې وکړي. د نوموړي په وینا، په هر ډول راتلونکو خبرو اترو کې به له دې سیمې څخه تېر نه شي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37219

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button