د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربهتوب د شپږو هېوادونو په نړیوالو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جاپان د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه، چې دواړه لوبډلې په کې له ګول پرته مساوي شوې.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، اندونیزیا، پیرو، جاپان، کېپورډ او برازیل ملي لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د پیرو د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.








